زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-04-28  |  2024-11-01  |  تازه شوی په: 2024/10/31 - 04:27:5 FA | AR | PS | EN
د ایران په زندانونو کې د افغانانو په ګډون ۸ زره بهرنیان بندیان دي             د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه             د م.م. د دفترونو لګښتونه او د کارکوونکو معاشونه ډېر لوړ دي             په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي             د روسیې کورسک ته د شمالي کوریا ځواکونه انتقال شوي             په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړانديز             افغان الف لوبډله د آسیا ایمرجېنګ جام اتله شوه             هیله‌من یم چې دا به د روان کړکېچ پای وي             په پښتونخوا کې پر یوه پوسته په برید کې ۸ ملېشه وژل شوي             ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي             د افغانستان به ورزش کی، په یوه ورځ دوه بري             له شمالي کوریا سره د روسیی ستراتېژیکې همکارۍ تړون تصویب شو             افغانستان پر اقتصادي مرکز بدلیدو لپاره علم او پلان ته اړتیا لري             ایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال ایستلي             شمالي کوریا ۳۰۰۰ سرتېري روسیې ته لېږلي او د روزنې په حال کې دي            

تاريخ النشر: 2024/10/24 - 05:29:3
زيارة: 189
مشاركة مع الـأصدقاء

ایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال ایستلي
 ایران او پاکستان په ۳ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغان کډوال ایستلي

انصار: ( د لړم ۳ مه)، د کډوالو نړیوال سازمان په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د سږ کال له جولای څخه تر سپتمبر پورې ۹۷۳ زره افغانان له ګاونډیو هیوادونو څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دا شمېرې له ایران او پاکستان سره د افغانستان د پولو د تګ راتګ په ۱۱ لارو کې د راټولو شویو معلوماتو پراساس چمتو شوي دي.

ملګرو ملتونو څو ځلې په افغانستان کې د بشري بحران او د خوړو د ناامنۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وضعیت افغانان اړ کړي چې د کار موندلو لپاره نورو هیوادونو ته کډه وکړي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویاند «عبدالمطلب حقاني» تېر کال په دسمبر میاشت کې ویلي و چې په تېر نژدې یو کال کې له ۸۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي یا بیرته راوستل شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي و: «موږ تل له کوربه هېوادونو څخه غوښتي چې له کډوالو سره ښه چلند وکړي او نړیوال قوانین په پام کې ونیسي؛ افغان کډوال تل پرته له دې چې دې هېوادونو ته زیان ورسوي، هلته ژوند کړی دی.»

د ملګروملتو د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا ۴ کلونو کې کابوږ ۸ میلیونه افغانان ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا ایران ته کډوال شوي دي.

ایران ته د میلیویونو افغانانو د مهاجرېدو له کبله دغه هیواد پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه ۲ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راولېږي.

کابو هره ورځ سلګونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته راستنول کېږي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34050






*
*

*



قرأ

د هند تر ټولو د شتمنو کسانو په لیست کې اداکاره جوهي چاولا ده


کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی


د تاریخي اثارو د بیارغولو لپاره د چین چمتووالی


په ټول افغانستان کې ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي


د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي


هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان